ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر اروزګاني ځوانان: توپیري چلند اړ کړي یو چې له هېواده د وتلو په اړه فکر وکړو

یو شمېر اروزګاني ځوانان: توپیري چلند اړ کړي یو چې له هېواده د وتلو په اړه فکر وکړو

author avatar
12 Feb 2023 - 17:12
یو شمېر اروزګاني ځوانان: توپیري چلند اړ کړي یو چې له هېواده د وتلو په اړه فکر وکړو
author avatar
12 Feb 2023 - 17:12

 ترینکوټ (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان ولایت یو شمېر ځوانانو په مرکز ترینکوټ کې په یوه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې دوی ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي څو خلک له هېواده د وتلو په فکر کې نه شي.

یو شمېر اروزګاني ځوانانو دغه څرګندونې نن (یکشنبه) په مرکز ترینکوټ کې په هغه غونډه کې وکړې چې د دوی د ستونزو اورېدو په موخه جوړه شوې وه او د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد، د اروزګان مرستیال والي، ځینو نورو مسوولینو او سلګونو ځوانانو په کې ګډون درلود.

ځوانانو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ته همداراز د ځینو مسوولینو له توپیري چلنده شکایت وکړ او ويې ویل، دا چاره د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن پیدا کېدو لامل ګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.