منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

یو شمېر اروزګاني ځوانان: توپیري چلند اړ کړي یو چې له هېواده د وتلو په اړه فکر وکړو

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۴۰ کتنې

 ترینکوټ (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان ولایت یو شمېر ځوانانو په مرکز ترینکوټ کې په یوه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې دوی ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي څو خلک له هېواده د وتلو په فکر کې نه شي.

یو شمېر اروزګاني ځوانانو دغه څرګندونې نن (یکشنبه) په مرکز ترینکوټ کې په هغه غونډه کې وکړې چې د دوی د ستونزو اورېدو په موخه جوړه شوې وه او د ځوانانو چارو معین محمد یونس راشد، د اروزګان مرستیال والي، ځینو نورو مسوولینو او سلګونو ځوانانو په کې ګډون درلود.

ځوانانو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین ته همداراز د ځینو مسوولینو له توپیري چلنده شکایت وکړ او ويې ویل، دا چاره د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن پیدا کېدو لامل ګرځي.

د ترینکوټ ښار یوه ځوان محمد جمعه وویل، ګڼ لوستي ځوانان چې مخکې یې د دغه ولایت په دولتي ادارو کې دندې ترسره کولې، له خپلو دندو ګوښه شوي او حق یې داسې کسانو ته ورکړل شوی چې مسلکي نه دي.

دغه‌راز هغه نیوکه وکړه چې ګڼو نورو ځوانانو ته -چې عصري زده‌کړې یې کړې او په مسلکي توګه د کار وړتیا لري- د کار زمینه نه ده برابره شوې.

د ولي محمد په نوم د اروزګان بل اوسېدونکي هم شکایت وکړ چې د دغه ولایت له ډېرو دولتي ادارو ګڼ شمېر مسلکي کارکوونکي له دندو لرې شوي دي.

دی وايي، دغه ډول توپیري چلند لامل شوی چې خلک زړه‌ماتي او له هېواده د وتلو په فکر کې شي.

د یاد ولایت یوه بل ځوان او مدني فعال جاوېد خپلواک وویل: «که څه هم په یوه دولتي اداره کې ملکي مامور وم، له دندې د ګوښه کېدو لپاره ځیني کسان کور ته راغلل او په مرګ یې وګواښلم.»

هغه زیاته کړه، په اروزګان کې د نورو ولایتونو په پرتله له ځوانانو او په تېره له لوستو کسانو سره ناوړه چلند کېږي.

د هغه په خبره، د دولتي ادارو د ملکي مامورینو ګوښه کېدو لپاره یو کمېسیون جوړ شوی او ډېر شمېر مامورین یې له دندو لرې کړي دي.

یوه بل ځوان رحمت‌الله صدیقي بیا د ځوانانو چارو له معین څخه وغوښتل چې د پوهنې، ورزش، کاري فرصتونو او اقتصادي برخو کې دې ځوانانو ته پام وشي.

هغه وویل، په دغه ولایت کې ځوانانو ته یو کتابتون هم نشته چې د مطالعې لپاره ورشي.

د اکبر جان علمیار په نوم یوه ځوان وویل چې ښځو ته دې هم د زده‌کړې، تحصیل او کار اجازه ورکړل شي.

د ده په خبره، ټولنه د لوستو نارینه‌وو ترڅنګ لوستو ښځو ته هم اړتیا لري.

په غونډه کې ګڼو نورو ځوانانو هم ورته څرګندونې وکړې او د ځوانانو چارو له معین څخه یې وغوښتل چې ستونزې یې د حل لپاره تر مسوولینو ورسوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمدیونس راشد وویل، ولایتونو ته یې د سفر موخه د ځوانانو ستونزې له نږدې اورېدل او حل لارې لټول دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه