Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د یوې ځوانې نجلۍ د تښتولو په تور څلور کسان نیول شوي

پلخمري (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې له تخار ولایت څخه د یوې ځوانې نجلۍ د تښتولو په تور څلور کسان نیول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو له څانګې د سلواغې په ۲۳مه پژواک اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو د بغلان په مرکز پلخمري کې هغه څلور کسان نیولي چې له تخار ولایت څخه یې یوه ځوانه نجلۍ تښتولې وه.

خبرپاڼه زیاتوي، تښتول شوې نجلۍ -چې ۱۶ کاله عمر لري- د پلخمري ښار په مربوطاتو کې له  تښتوونکو سره یو ځای نیول شوې او د تښتوونکو له منګولو خلاصه شوې ده.

سرچينه کاږي، نیول شوي تورن کسان د پولیسو په نظارت‌خونه کې بندیان دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیه قضایي ارګان ته وسپارل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.