پلخمري (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې له تخار ولایت څخه د یوې ځوانې نجلۍ د تښتولو په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو له څانګې د سلواغې په ۲۳مه پژواک اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو د بغلان په مرکز پلخمري کې هغه څلور کسان نیولي چې له تخار ولایت څخه یې یوه ځوانه نجلۍ تښتولې وه.
خبرپاڼه زیاتوي، تښتول شوې نجلۍ -چې ۱۶ کاله عمر لري- د پلخمري ښار په مربوطاتو کې له تښتوونکو سره یو ځای نیول شوې او د تښتوونکو له منګولو خلاصه شوې ده.
سرچينه کاږي، نیول شوي تورن کسان د پولیسو په نظارتخونه کې بندیان دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیه قضایي ارګان ته وسپارل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن