Pajhwok Afghan News

د کابل ښار په بګرامیو کې د سبزیو او مېوو مارکېټ پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل ښار په ختیځ زون بګرامیو سیمه کې، د کابل ښاروالۍ مسوولینو په حضور کې د سبزیو او مېوو یو مارکېټ پرانیستل شو.

د کابل ښاروالۍ اعلان کړی، ټاکل شوې چې د ښاري نظم، کارموندنې او پراختیایي پلانونو د پلي کېدو په موخه د کابل ښار د ۲۲مې ناحیې اړوند د بت‌خاک څلورلارې د مېوو مارکېټ، رسماً د کابل ښار په ۱۶مه ناحیه کې د بګرامیو منډوي ته و لېږدوي.

د بګرامیو مڼدوي د اتحادیې رییس لالا اغا افغان وایي چې دغه هټۍ ۲۲ ورځې مخکې د پچې‌اچونې له لارې هټۍ‌والو ته ووېشل شوې.

هغه وویل، په دغه مارکېټ کې ۴۸۰ دوکانونه پرانیستل شوي دي.

د نوموړي په اند، د بت‌خاک مارکېټ ظرفیت کم و او د ډېرې راکړې ورکړې ګنجایش یې نه درلود؛ نو له همدې امله هټۍ‌وال دلته ولېږدول شول.

هغه زیاته کړه چې د ورځې تر درېیو زرو پلورونکي، پېرېدونکي او کارګر دغه ځای ته راځي چې یوه ستر ځای ته یې اړتیا لرله.

افغان وویل، په هر دوکان کې تقریبا دوه کسان کار کوي چې په ټوله کې شمېر یې زرو کسانو ته رسېږي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال مولوي محمدخالد وایي چې په هېواد کې لویې پروژې تر کار لاندې دي او د نورو لویو پروژو پیلولو هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه، په دغه سیمه کې به پر نړۍوالو معیارونو برابر د یوه ستر مارکېټ د جوړېدو چارې دېر ژر پیل شي چې د سړو خونو او برېښنا له امکاناتو به برخمن وي.

نوموړي وویل چې د یاد مارکېټ پرانیسته د ابادۍ پر لور یو لوی ګام دی.

د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې رییس مولوي محمدعارف کمالي وایي چې دغه مارکېټ په ۱۳۸۵ کال کې  پر ۱۷۳ جریب ځمکه جوړ شو او ۳۳۰۰ هټۍ لری.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به ټول دوکانونه فعال شي خو اوس یوازې ۴۸۰ یې فعال دي.

نوموړي وویل، دغه دوکانونه هغو خلکو ته ورکړل شوي چې په بت‌خاک کې یې دوکانونه درلودل او دلته ورته یوازې کرایې تثبیت شوې، خو دوکانونه د ښاروالۍ دي.

هغه وویل، هټۍ‌والو ته یې شرط دا دی چې خپلې هټۍ تر ۲۰ ورځو فعال او پانګونه وکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، د دغه مارکېټ دوکانداران نه شي کولی چې خپلې هټۍ نورو ته په کرایه یا ګروي ورکړي.

په ورته وخت کې، د عبدالبصیر یعقوبي په نوم یو هټۍ‌وال وايي چې په بت‌خاک څلورلارې کې یې یو دوکان درلود او اوس د یاد مارکېټ پرانیستلو ته خوښ دی.

هغه وایي، د بت‌خاک مارکېټ ډېر ظرفیت نه درلود او اوس دغه ځای د سبزیو او مېوو پېر او پلور لپاره مناسب ځای دی.

Views: 91

Exit mobile version