Language

فراه کې د کرونا واکسین کمپاین پيل شو

فراه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د فراه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کرونا ضد واکسین شل ورځنی کمپاین پيل شو.

د فراه د عامې روغتيا ریاست د واکسین امر ډاکټر نجم‌الدین بشیري پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرونا واکسین شل ورځنی کمپاین پيل شو.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې په ټاکلو ولسوالیو کې هیڅوک د واکسین له دغه کمپاین څخه بې‌برخې پاتې نه شي.

خو نوموړي وویل چې پشترود، ګلستان او پرچمن ولسوالۍ دا ځل په پلان کې نه دي نیول شوې او په وینا يې، هلته به په راتلونکي کې د واکسین کمپاین ترسره شي.

login or register a new account.