Pajhwok Afghan News

اسلامي امارت: افغانان تفاهم او تعامل ته متعهد دي

کابل (پژواک، ۲۶سلواغه ۱۴۰۱): سرپرست حکومت له افغانستانه د شوري ځواکونو وتلو په اړه وايي، څنګه چې افغانان د جنګ ګټونکي دي، همداسې په تفاهم او تعامل کې هم مخلص او متعهد دي.

اسلامي امارت نن له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۴مې کلیزې په مناسبت په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، د دغې ورځ په پار ټول ولس ته مبارکي وايي او د تاریخ یوه ویاړمنه ورځ يې بولي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغانستان کې بدو پيښو په ټوله سیمه باندې بد اثر غورځولی دی، همدا ډول د وخت د شوروي اتحاد یرغل هم چې د ۱۳۵۸کال د جدي میاشتې په ۶ پیل شو په خپله ۹ کلنه دوره کې افغانانو ته شهادتونه، بدامنۍ، فقر او ناورینونه راوړل او هم  يې سیمې ته  مهاجرتونه او بېلابېل زیانونه درلودل؛ خو د افغانانو د بې‌سارې قربانیو او مجاهدو په مټ دغه ستر تجاوز مات شو.»

سرچینې زیاته کړې چې افغانان متجاوز خلک نه دي او د نورو تجاوز هم نه شي زغملی.

سرچینه زیاتوي: «تر شوروي یرغل وروسته د امریکا په مشرۍ اشغال پیل او بیا یې ماتې هم ثابته کړه چې افغانان د بیګانه یرغلونو پر وړاندې خورا حساس دي او خپل ایماني او ديني مکلفیت يې بولي چې له خپلو دیني ازرښتونو او د هېواد له آزادۍ او خپلواکۍ څخه دفاع وکړي.»

حکومت په یاده اعلامیه کې ویلي، افغانان لکه څرنګه چې د جنګ په میدان کې ګټونکي او بریالي دي، همدا ډول په تفاهم او تعامل کې هم مخلص او متعهد دي، نو ښه داده چې نور هيڅ لوری هم د افغانانو د ځورولو هڅې ونه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، که هیوادونه اسلامي امارت سره رغنده او نېک تعامل ته دننه شي نو دغه حکومت هم د خپلو دیني او ملي ګټو په پام کې نیولو سره مثبت تعامل ته چمتو دی.

د سرچینې په وینا، اسلامي امارت د ټولو په خیر دی او له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې باید د تفاهم لار غوره شي او د مثبت پرمختګ لپاره هلې ځلې وشي.

د یادونې ده چې نن د سلواغې ۲۶مه چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۳۴مې کلیزې سره برابره ده، دغه ورځ هر کال په افغانستان کې عمومي رخصتي وي او لمانځل کېږي.

Views: 104

Exit mobile version