چاريکار (پژواک، ۲٦ سلواغه ۱۴۰۱): پوليسو پروان کې يو “وسله وال غل” يو تن په قتل تورن او پنځه تنه نور د اسلامي امارت له کارتونو،،نشه يي توکيو او دوه ميله وسلو سره نيولي دي.
د پروان ولايت د امنيه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې د دغه ولايت د مرکز چاریکارو اړوند د دویمې امنیتي حوزې منسوبينو يو تن د اسلامي امارت له کارت، یو میل کلاشينکوف او یوه اندازه چرسو سره نيولی دی.
سرچينه زياتوي چې د یادې حوزې منسوبينو څلور تنه چې د اسلامي امارت کارتونه او جمپرونه هم ور سره و، له یو اندازه چرسو، پوډرو او تریاکو سره یو ځای د دوغ اباد په سیمه کې نیولي دي·
د قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان ولایت د سیدخیلو ولسوالۍ منسوبينو یو تن “وسلوال غل” له یو میل بریټا تومانچې سره نيولی دی.
دغه راز سرچينه زياتوي چې د چاريکارو اړوند د اوومې امنیتي حوزې منسوبينو د بګرام ولسوالۍ د علي خانخیلو د سیمې په قتل تورن يو اوسیدونکی هم نیولی دی.
سرچينه زياتوي چې یاد نیول شوي کسان به تر لومړنیو څیړنو ورسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP