اټلانټا (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): د پاکستان د ستر ښار کراچۍ پولیسو پر مرکز ډلهییز برید کې ۲۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د سلواغې په ۲۸مه خبر ورکړی چې برید د کراچۍ په ګلشن اقبال سیمه کې د شپې شاوخوا اووه نیمې بجې وشو.
د کراچۍ پولیسو مشر مقدس حیدر رسنیو ته ویلي، په ځانمرګو واسکټونو او وسلو سمبال درېیو بریدګرو د پولیسو مرکز ودانۍ ته دننه شوي وو، یو یې په درېیم پوړ کې ځان ته چاودنه ورکړه او دوه نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
هغه زیاته کړه، په دغو څلور ساعته عملیاتو کې درې امنیتي سرتېري، یو عام وګړی او درې بریدګر وژل شوي او ۱۸ نور کسان ټپیان شوي دي.
د دغه مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.
د یادونې ده، تېره میاشت د پېښور پولیسو پر یوه مرکز برید کې تر سلو زیات کسان وژل شوي وو.
Views: 393
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP