میمنه (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۱): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت – جوزجان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د ترافیکو امریت د حادثاتو مدیر محمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل، د میمنې ښار شپږ اوسېدونکي د پنجشنبې په ماښام مزارشریف ته پر لاره وو چې فیلډر موټر یې د دغه ولایت په حدبخشي سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاتوي چې د دې پېښې په پایله کې درې کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د قربانیانو یوه خپلوان ابو ادیب براتي وايي، د میمنې ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکی مخدوم ذبیح الله صالح او د عتیق الله او ادریس په نومونو دوه وروڼه مړه او د صبغتالله، انعامالله و احمدخالد په نومونو درې کسان ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، په ټپیانو کې هم دوه وروڼه دي.
Views: 18