جلالاباد (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، د تورخم دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه چې د پاکستان له خوا افغانانو ته او له افغانستانه بیا پاکستاني وګړو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تورخم دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه.
سرچینې لیکلي، له څو ځلې مذاکراتو وروسته دغه دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه چې د پاکستان له لوري افغانانو ته او له افغانستانه بیا پاکستانیانو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.
په خبرپاڼه کې له نورو خلکو غوښتل شوي چې تورخم ته له ورتګه ډډه وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همداراز ویلي، د ترانزیټ پر مخ لار بنده ده او پاکستاني اړخ پر سوداګریزو توکو بار موټرو ته اجازه نه ورکوي، خبرې دوام لري او ژر به لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې تر یوې لنډې نښتې وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د تورخم دروازه تړل شوې وه. ځایي چارواکو د دروازې تړل کېدو لامل نه و په ډاګه کړی، خو ویلي یې وو چې پاکستاني لوري پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
دوه ورځې مخکې سرپرست حکومت د تورخم لارې د پرانیستل کېدو پرېکړه وکړه خو تېره ورځ د پاکستاني لوري له خوا بېرته تړل شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د دغه هېواد يوه پلاوي افغانستان ته سفر کړى و او د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو چارواکو سره یې لیدلي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP