ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه

د تورخم دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه

author avatar
24 Feb 2023 - 16:20
د تورخم دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه
author avatar
24 Feb 2023 - 16:20

جلال‌اباد (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، د تورخم دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه چې د پاکستان له خوا افغانانو ته او له افغانستانه بیا پاکستاني وګړو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تورخم دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه.

سرچینې لیکلي، له څو ځلې مذاکراتو وروسته دغه دروازه په محدود ډول پرانیستل شوه چې د پاکستان له لوري افغانانو ته او له افغانستانه بیا پاکستانیانو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې له نورو خلکو غوښتل شوي چې تورخم ته له ورتګه ډډه وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همداراز ویلي، د ترانزیټ پر مخ لار بنده ده او پاکستاني اړخ پر سوداګریزو توکو بار موټرو ته اجازه نه ورکوي، خبرې دوام لري او ژر به لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې تر یوې لنډې نښتې وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د تورخم دروازه تړل شوې وه. ځایي چارواکو د دروازې تړل کېدو لامل نه و په ډاګه کړی، خو ویلي یې وو چې پاکستاني لوري پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

دوه ورځې مخکې سرپرست حکومت د تورخم لارې د پرانیستل کېدو پرېکړه وکړه خو تېره ورځ د پاکستاني لوري له خوا بېرته تړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د دغه هېواد يوه پلاوي افغانستان ته سفر کړى و او د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او نورو چارواکو سره یې لیدلي وو.

Visits: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.