Language

کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د قزاقي اوړو او سرو زرو بیې لوېدلې

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د ۷ ورځې مخکې په پرتله، د قزاقي اوړو، عربي او روسي سرو زرو بیې لوېدلې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.

د نفتي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د اووه ورځې مخکې په څېر د یو لیتر پټرول بیه ۷۰ افغانۍ او د یو لیتر ډيزل بیه ۸۶ افغانۍ ده.

د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۷۰ افغانۍ ده.

login or register a new account.