کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): په کابل ښار کې نن د ۷ ورځې مخکې په پرتله، د قزاقي اوړو، عربي او روسي سرو زرو بیې لوېدلې خو د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
د نفتي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د اووه ورځې مخکې په څېر د یو لیتر پټرول بیه ۷۰ افغانۍ او د یو لیتر ډيزل بیه ۸۶ افغانۍ ده.
د کابل ښار په کلولهپشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن هم د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۷۰ افغانۍ ده.
د قزاقي اوړو بیه لوېدلې او د هندي بورې بیه لوړه شوې ده.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۲۱۵۰ نه ۲۰۵۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د هغه په خبره، د قزاقي اوړو د بیې لوېدو لامل دا دی چې تقاضا یې کمه او واردات یې ډېر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، نن ۷ ورځې مخکې په پرتله د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې عمده پلور بیه له ۲۷۵۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
هغه د بورې د بیې لوړېدو لامل د پاکستان د لارو بندېدل ښیي.
سرچینه وایي، نن هم د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۲۴،۵ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړيو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکی حامد صوفيزاده وايي، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۲۱۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایی شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایی تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیه لوېدلې ده.
د کابل ښار په تیمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ څښتن محمدفواد وویل، نن د تېرو ۷ ورځو په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۴۰۰ څخه ۴۳۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۵۰۰ نه ۳۴۵۰ افغانیو ته ټېټه شوې ده.
د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلېدو سره اړیکه لري.
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۹ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۰۵ افغانیو بدلېږي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









