ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
25 Feb 2023 - 17:16
تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
25 Feb 2023 - 17:16

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د افغان چارواکو او پاکستاني پلاوي ترمنځ په کابل کې پر امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې او د یوې امریکایي محکمې هغه پرېکړه چې د افغانستان شتمني دې د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي، د تېرې اونۍ مهم خبرونه وو.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • افغان چارواکو او د پاکستان لوړپوړي پلاوي په کابل کې پر امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړې.
  • د یوې امریکایي محکمې پرېکړه: د افغانستان شتمني دې د سپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي.
  • افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ۴۰ میلیون ډالر راورسېدل او له بې‌وزلو سره د مرستې پنځه هوکړې وشوې.
  • یو شمېر ښځو له اسلامي امارت څخه د ملاتړ ترڅنګ وویل، نجونو ته دې د شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسله‌والو په پکتيا کې يو کس وژلی، په زابل کې يو صراف په مرموز ډول وژل شوی او په پکتيکا کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې يو ماشوم وژل شوی دی.

 د چارواکو په وينا، هرات کې دوه وسله‌وال غله له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او په بلخ کې يو انسان‌تښتوونکی هم له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د کابل په مرادخانۍ سیمه کې پر یوه هایلکس موټر چاودنه وشوه. چارواکو وویل چې په چاودنه کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو یوه عیني شاهد د ټېلفون له لارې پژواک ته ویلي و چې په چاودنه کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۶ کسان وژل شوي او دو نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

کابل ته د پاکستان لوړپوړي پلاوي راتګ

تېره اونۍ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف په مشرۍ د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی -چې پکې د پاکستان د استخباراتو (ای‌اېس‌ای) مشر جنرال ندیم، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق او د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني شامل وو- کابل ته راغلل.

دغه پلاوي په یوه ناسته کې د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د استخباراتو لوی ریاست مشر ملا عبدالحق وثیق سره وکتل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې ليدنې په اړه وویل چې له پاکستاني پلاوي سره، د دواړو لورو پر امنيتي اندېښنو، د افغانستان پر فضا د ډرون الوتنو او  د مخالفو وسله‌والو پر فعاليت واضح او مفصلې خبرې وشوې.

مجاهد زياتوي، دغه‌راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ، تجارتي او اقتصادي اړيکو، د کرښې په اوږدو کې د تګ راتګ او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه «ګټور بحثونه» وشول او دواړو لورو وپتېيله چې اقتصادي او سوداګريز مسايل بايد د سياسي ستونزو له امله زيانمن نه شي.

د پاکستاني پلاوي سفر په داسې حال کې  و چې اسلامي امارت د تورخم دروازه د تګ راتګ پر مخ تړلې وه. دغه لاره له   شپږ ورځې تړل کېدو وروسته نن سهار د مسافرو او ټرانزيټ پر مخ خلاصه شوه.

«د افغانستان شتمني دې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو قربانياتو ته نه ورکول کېږي»

د افغانستان تېر حکومت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه وپرځېد او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو. د تېر حکومت تر پرځېدو وروسته د افغانستان څه باندې ۹ میلیارد امریکايي ډالر د امریکا له لوري کنګل شول او وروسته د هغه هېواد ولسمشر جو بایډن وویل چې ښايي د دغې شتمنۍ ۳،۵ میلیارد ډالر د سپټمبر ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.

خو د امریکا د نیویارک یوې محکمې تېره اونۍ پرېکړه وکړه چې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته دې د افغانستان بانک ۳.۵ میلیارد ډالر نه ورکول کېږي.

د افغانستان مرکزي بانک د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

سرچینې لیکلي: «د افغانستان خلک غواړي چې د هېواد پر ارزي زېرمو لګول شوي محدوديتونه په بشپړه توګه له منځه لاړ شي، څو د دې خاورې ځورېدلی ملت له اوسنيو اقتصادي ستونزو وژغورل شي.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ، افغانستان ته د بشري مرستو په دوام د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو يوه کڅوړه را ورسېده.

همداراز، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له څلورو نړۍوالو موسسو سره د نږدې ۱۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل چې له لارې به دغه موسسې په ۱۵ ولایتونو کې له بې‌وزلو کورنیو سره نغدي مرستې کوي او هغوی ته به کاري زمینې برابروي.

د ښځو کار او د نجونو زده‌کړې

تېره اونۍ په جوزجان کې لسګونو ښځو د يوې ناستې پر مهال له اسلامي امارته د ملاتړ ترڅنګ پر حجاب ټينګار وکړ او له حکومت يې وغوښتل چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې دې نجونو ته د تعليم او تحصيل اجازه ورکړي.

دغه‌راز، په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې په نوي ښوونیز کال کې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې کوم بندیز نه وي.

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د البانیا، بلجیم، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایسلنډ، کوسوو، لیختن‌اشټاین، منګولیا او سلوانیا د بهرنیو چارو ښځينه وزیرانو د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې پر افغان ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «په اسلامي ټولنه کې د ښځينه‌وو حقوق هېڅ نه دي ضایع شوي او ټولو حقوقو ته یې رسيده‌ګي شوې ده، د ښځینه‌وو ژوند په امن کې دی، مصونیت لري، همداراز د هغوی ستونزې چې دي تر ډېره محاکم ورته رسیده‌ګي کوي او ځيني نور هغه فعالیتونه چې دوی یې کوي په هغو برخو کې هم د شرعي ماحول د جوړېدو ضرورت دی، په شرعي شرایطو باندې د برابرېدو پر هغه هم کار روان دی.»

Visits: 336

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.