ګردېز (پژاوک، ٦ کب ١٤٠١): د پکتيا ګمرک رياست مسوولين وايي، د تېر کال پرتله يې عوايد ډېر شوي او د روان کال له پیله تر اوسه یې شاوخوا پنځه میلیارد افغانۍ عواید ټول کړي دي.
د پکتيا د ګمرک رييس محمد داوود ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېر يو کال کې د پکتيا ګمرک عوايد شاوخوا پنځه میلیارد افغانيو ته رسېږي چې د نورو کلونو په پرتله څو چنده لوړوالی ښيي.
دی وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ګمرک عوايد دوه میليارد افغانۍ ته رسېدل خو سږ کال ډېر پورته شوي دي.
نوموړی وايي، دغه عوايد ډېر یې له پاکستانه د وارداتو او له دغه لوري د ډبرو سکرو صادراتو له درکه دي.
د ګمرک رييس محمد داوود ايوبي د ګمرک د عوايدو لوړېدو لاملونه په چارو کې شفافيت، له سوداګرو سره ښه همغږي او د ښو اسانتياوو برابرول دي.
له بل خوا بيا پکتيا کې سوداګر د توکو د لېږد رالېږد پر مهال له يو شمېر ستونزو سر ټکوي.
يو سوداګر اسدالله مقبل وايي، د نورو ولايتونو په ګمرکونو کې له پاکستانه هر ډول توکي راتللی شي خو د پټان په ګمرک کې د کیفیت او کنټرول وسايلو نشتوالي له امله د ځينو شيانو، لکه مېوه او درمل راوړل منع دي.
نوموړی وايي، د ډنډې پټان لاره دې ترانزيټ شي چې له يوې خوا د سوداګرو ستونزې حل شي او له بل لوري هر ډول توکي له دې لاره وارد شي.
ورته مهال، د پکتیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولين وایي، کومې پیسې چې له سوداګرو اخیستل کېږي، قانوني دي، خو د کمېدو غوښتنه یې کوي.
Views: 103