Language

زابل کې د درېيو پروژو چارې پیل شوې

کلات (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د ښاروالۍ له لوري د ښار په کوڅو کې د جغل‌اچونې، ویالو جوړولو او د ښار روښانولو چارې پيل شوې.

د کلات ښاروال مولوي لطف‌الله لطیفي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو پروژو کې د کلات ښار د بېلابېلو کلیو درې کیلومتره سړک‌ جغل‌اچونې، د چریو (ویالو) جوړول او د ښار د واټونو روښانه کولو چارې شاملې دي.

هغه زياته کړه، پر یادو درېیو پروژو ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کلات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.

نوموړی وايي: «په دې درېیو پروژو کې د کلات ښار مرکزي چوک معیاري ترمیم او د ولایت مقام مخې ته د منار چوک او ټولې جادې رغونه، همدارنګه د لوا سړک اړوند کوڅو رغونه چې قیر ته به چمتو شي او د خرواریانو سیمې د کلیو د کوڅو چرۍ جوړولو درې پروژې دي چې اووه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي او د کلات ښاروالي یې له خپلو عوایدو ورکوي.»

login or register a new account.

Related Topics