کلات (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات کې د ښاروالۍ له لوري د ښار په کوڅو کې د جغلاچونې، ویالو جوړولو او د ښار روښانولو چارې پيل شوې.
د کلات ښاروال مولوي لطفالله لطیفي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو پروژو کې د کلات ښار د بېلابېلو کلیو درې کیلومتره سړک جغلاچونې، د چریو (ویالو) جوړول او د ښار د واټونو روښانه کولو چارې شاملې دي.
هغه زياته کړه، پر یادو درېیو پروژو ۷ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کلات ښاروالۍ له پراختیايي بودجې ورکول کېږي.
نوموړی وايي: «په دې درېیو پروژو کې د کلات ښار مرکزي چوک معیاري ترمیم او د ولایت مقام مخې ته د منار چوک او ټولې جادې رغونه، همدارنګه د لوا سړک اړوند کوڅو رغونه چې قیر ته به چمتو شي او د خرواریانو سیمې د کلیو د کوڅو چرۍ جوړولو درې پروژې دي چې اووه میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي او د کلات ښاروالي یې له خپلو عوایدو ورکوي.»
د هغه په وینا، ښاروالي په پام کې لري چې د ښار د ښکلا او پراختیا لپاره نورې ګڼې پروژې هم پیل کړي، څو په رغنیزه برخه کې پرمختګ رامنځته او ترڅنګ یې ښاریانو ته د کار زمینه برابره شي.
ښاروال هیلهمندي وښوده چې کلات ښاریان دې له دوی سره د بیارغونې د پروژو په ساتنه، د ښار په پاکوالي او عوایدو راټولولو برخو کې همکاري وکړي، څو دوی لا ډېر کار وکړای شي.
بلخوا د زابل مرستیال والي سليمان اغا بهیر وايي، هڅه کوي چې په کلات ښار او ولسوالیو کې ګڼې رغنیزي پروژې پلې کړي.
د هغه په خبره، راتلونکی کال به د درېیو هغو لویو پروژو کارونه هم پیل شي چې لومړنۍ چارې یې بشپړې شوې دي.
نوموړی زياتوي: «ولایتي اداره به راتلونکي کال کې د زابل لپاره د انکشافي پروژو د ودې او بهبود لپاره کار وکړي، همدارنګه به له بېلابېلو سکتورونو سره نږدې کار وکړو، ترڅو د زابل د خلکو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره هغوی ته سړکونه، بندونه او نورې پرمختیايي پروژې عملي کړو.»
د کلات ښار اوسېدونکي د ښاروالۍ له لوري پر پیل شوو پروژو خوښي ښيي او زیاتوي، مخکې به په ژمي موسم کې له ډېرو ستونزو سره مخ وو خو اوس د کوڅو په جوړېدو سره به یې ستونزې حل شي.
دوی غوښتنه وکړه چې دغه سړکونه دې په راتلونکي کې په اساسي ډول ورغول شي، د خلکو د هوساینې او د ښار د ښکلا لپاره دې نورې پروژې پلې شي.
د کلات ښار یوه اوسېدونکي سمیعالله پژواک اژانس ته وویل: «زموږ کوڅې خرابې دي چې په ژمي کې مو ورباندې تګ راتګ نه شوای کولی، ځکه چې خټې ډېرې وې، اوس راته جوړېږي، مسوولینو ته کورودانی وايو.»
د مرکز کلات یوه بل اوسېدونکي محمد سلیم -چې د کور مخې ته یې سړک جوړېږي- پژواک ته وویل، له مسوولینو یې څو ځلې د دغه سړک د جوړولو غوښتنه کړې خو اوس یې کارونه پیل شول.
نوموړي غوښتنه وکړه چې دغه سړکونه دې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، څو د خلکو ستونزې حل شي.
د زابل په مرکز کلات کې په داسې حال کې د ښاروالۍ له لوري د درېیو پروژو کارونه پیلېږي چې وړاندې هم د کلات ښاروالۍ له لوري شاوخوا لس کیلومتره سړک په اساسي ډول جوړ شوی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










