ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې یو کس د چاقو په وسیله وژل شوی

پروان کې یو کس د چاقو په وسیله وژل شوی

author avatar
26 Feb 2023 - 15:40
پروان کې یو کس د چاقو په وسیله وژل شوی
author avatar
26 Feb 2023 - 15:40

چاریکار (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د پروان په مرکز چاریکار کې ناپېژاندو کسانو یو کس وژلی او بلخوا د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې یو کس له ۵۸۰ ګرام چرسو سره نیول شوی دی.

د پروان امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د چاریکار ښار پنځمې امنیتي حوزې په «خلازیو» سيمه کې تېر ماښام ناپېژاندو کسانو یو کس وژلی دی.

سرچينې لیکلي، یاد کس د چاقو په وسیله وژل شوی چې په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.

د دې قوماندانۍ د یو بل خبر له مخې، امنیتي کسانو د دغه ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې یو کس له ۵۸۰ ګرامه چرسو سره نیولی دی.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.