کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وايي، د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې د انسانتښتوونکو پر یو پټنځای عملیاتو په پایله کې درې انسانتښتوونکي وژل شوي، یو نیول شوی او یو کس یې له بنده راخوشی شوی دی.
د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې نیول شوی کس عینالدین نومیږي چې درې میاشتي مخکې تښتول شوی و.
سرچینې لیکلي چې تښتوونکو د عینالدین خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ یو میلیون ډالر غوښتي وو.
په خبرپاڼه کې راغلې چې عینالدین خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، په یادو عملیاتو کې یو انسانتښتوونکی نیول شوی او درې نور وژل شوي دي.
عینالدین د استخباراتو له لوري په خپره شوې ويډیو کې وايي: «یو کوچنی سوداګر یم، په دوبۍ کې یو دوه دوکانونه لرم، د ماخوستن لمانځه ادا کولو لپاره جومات ته روان وم، لمانځه ته ۸ دقیقې پاتې وې؛ دا ظالمان دروازې ته نږدې ولاړ وو او زه یې ونیولم.»
دی زیاتوي: «که څه هم د ځان خوشي کولو هڅه مو وکړه، خو ونه شو؛ د ټوپک په کنداغ یې په شارګونو ووهلم، ځان مې شل شو، نور پوه نه شوم؛ ۷۶ ورځې د هغوی په بند کې وم.»
د شریف په نوم یو کس چې ځان د عینالدین وراره ښيي، وايي: «زما د کاکا له تښتولو درې ورځې وروسته یې موږ ته زنګ وواهه او یو میلیون ډالر یې وغوښتل، موږ هماغه وخت موضوع له استخباراتو سره مطرح کړه؛ هغوی بریالي عملیات وکړل، تښتوونکي یې له منځه یووړل او زما کاکا یې ازاد کړ؛ د اسلامي امارت له مجاهدینو ډېر خوښ یو.»
په ويډیو کې د مایلاغا په نوم یو کس وايي: «نوموړی کس [عینالدین] مې د پلار له لارې او د قوماندان په نوم یو بل کس مو دوېنیمې میاشتې مخکې تښتولی و، په کور کې مو ورته ځانګړی ځای جوړ کړ او را مو وست، چې پلار به په کور کې نه و، یاد کس ته به اوبه او چای ما ورکول؛ وړمه ورځ استخبارات راغلل او ونیول شوو.»
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن