ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې درې انسان‌تښتوونکي وژل شوي او یو کس یې له بنده راخوشی شوی

کابل کې درې انسان‌تښتوونکي وژل شوي او یو کس یې له بنده راخوشی شوی

author avatar
27 Feb 2023 - 15:13
کابل کې درې انسان‌تښتوونکي وژل شوي او یو کس یې له بنده راخوشی شوی
author avatar
27 Feb 2023 - 15:13

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وايي، د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې د انسان‌تښتوونکو پر یو پټن‌ځای عملیاتو په پایله کې درې انسان‌تښتوونکي وژل شوي، یو نیول شوی او یو کس یې له بنده راخوشی شوی دی.

د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې نیول شوی کس عین‌الدین نومیږي چې درې میاشتي مخکې تښتول شوی و.

سرچینې لیکلي چې تښتوونکو د عین‌الدین خوشي کولو په بدل کې د هغه له کورنۍ یو میلیون ډالر غوښتي وو.

په خبرپاڼه کې راغلې چې عین‌الدین خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.