نیلي (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د دايکنډي د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولايت د اشترلي ولسوالۍ په «ده عروس» کلي کې د نشهيي توکو د پروسس يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دایکنډي ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر غلامعلي جاوید وویل، امنیتي ځواکونو د یادې کارخونې په تړاو څلور کسان نیولي دي.
هغه زیاته کړه چې له یادې کارخونې ۲۴ بوشکې تېل، درې بورۍ اهک، درې بورۍ سود او یو بایفور موټر هم ترلاسه شوي دي.
نوموړي وویل، د نیول شوو کسانو نسبتي دوسیې به له لومړنيو څېړنو وروسته اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، په ټول هېواد کې د هر ډول نشهیي توکو کښت، تولید، پېر او پلور منع دی او له سرغړونکو سره قانونی چلند کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP