پلخمري (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن (د کب ۱۰مه) پژواک اژانس ته وویل چې وړمه شپه د دوشي ولسوالۍ اړوند په ناصرو کلي کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.
نوموړی وايي، د لومړنیو پلټنو پر اساس پېښه د کورنۍ ستونزو له امله رامنځته شوې او پولیسو د قاتل د نیولو هڅې پیل کړې دي.
دغهراز د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ وایي چې په یاده پېښه کې د وژل شوې ښځې جسد ولایتي روغتون ته نه دی ور وړل شوی؛ خو زیاتوي چې ځیني خلک د ځایي دود له مخې نه غواړي د وژل شوو ښځو مړي روغتون ته انتقال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې یوه کس خپله ښځه وژلې وه.
Views: 151
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن