Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلينکن: د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو دروازه بنده کړې ده

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار په بندولو سره له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو دروازه وتړله.

نوموړي دا څرګندونې د کب په ۱۱مه په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په یوه وېډیویي وینا کې کړې دي.

هغه په یو شمېر هېوادونو کې له بشري حقونو سرغړونو ته په اشارې، په ځانګړې توګه د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم بندیز وغانده.

بلینکن زیاته کړې،‌ د افغانستان سرپرست حکومت چې ښځې یې په غیردولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي، یوه بله لار ده چې له نړۍوالې ټولنې سره یې د اړیکو جوړېدو لپاره بنده کړه.

نوموړی وایي: «هغه هېواد چې ۲۹ میلیون وګړي یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، د طالبانو پرېکړه به د هغو خوراکي توکو، درملو او نورو ژوند ژغورونکو مرستو کچه ډېره کمه کړي چې اغېزمنو خلکو خصوصاً ښځو او نجونو ته رسېږي.»

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د بلینکن تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی، خو د ریاست الوزارء مرستیال ملا برادر اخند پرون د دوحې تړون درېیمې کالیزې په مناسبت غونډه کې وویل چې له نړۍوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍ د لسګونو هېوادونو استازو په بېلابېلو هېوادونو کې د بشري حقونو پر حالت خبرې کړې او په ایران، چین، شام، افغانستان او ځینو افریقایي هېوادونو کې یې د انساني حقونو پر سرغړونو اندېښنه ښودلې ده.

یادونه: په دې خبر کې د ډیوه راډیو له راپور څخه استفاده شوې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.