Language

افغان سوک‌وهونکی زماني سبا له خپل ټایلنډي سیال سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۱): افغان سوک‌وهونکی محمد ذکریا زماني سبا د اسیا د ډبلیو‌بي‌اې (WBA) اتلولۍ پر کمربند له خپل ټایلنډي سیال سره لوبه کوي.

د راپورونو له مخې، د زماني سیال د خپل هېواد په کچه لومړی او په نړۍ کې ۷۷یم ځای لري.

سرچینه زیاتوي، ټایلنډي سوک‌وهونکی په ډبلیو‌بي‌اې سیالیو کې تر اوسه ۴۶ لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې افغان سوک‌وهونکي بیا تر اوسه پنځه سیالۍ کټلې او یوه یې مخکې همدغه سیال ته بایللې ده.

login or register a new account.