هرات ښار (پژواک، ١٧ کب ١٤٠١): د هرات ځایي سرچینې تاییدوي چې د ناپېژانده وسلهوالو کسانو په برید کې د دغه ولایت د اوبو رسولو اداري د رییس انجنیر محمدنادر کاکړ په ګډون درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کاکړ له خپلوانو یو کس د نوم نه اخیستو په شرط له پژواک سره خبرو کې د دغه خبر پخلی وکړ او ویې ویل چې نوموړی نن سهار شاوخوا ۹ بجې دندې ته د تلو پر مهال د نامعلومانو کسانو له لوري وژل شوی دی.
هغه څرګنده کړه چې د کاکړ ترڅنګ د هغه دوه نور همکاران هم وژل شوي او بریدګر د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
په ورته مهال، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نعیمالحق حقاني هم د دغه ولایت د ابو رسونې د رییس او د هغه د دوو همکارانو مړینه تایید کړې او دا یي یو ناځوانمردانه برید بللی دی.
دغه راز په هرات کې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط طلوعنیوز ته ویلي چې د لوېدیځې حوزې د اوبو رسونې رییس انجنیر محمدنارد کاکړ او د هغه دوه نور همکاران په یو وسلهوال برید کې وژل شوي دي.
د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
Views: 91
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن