کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): په چین کې د افغانستان سفارت وایي، د «چاینا رېلوې کنسټرکشن» دولتي کمپنۍ یوه لوړپوړي پلاوي په افغانستان کې د رېلپټلۍ، هوايي ډګرونو، لویولارو او په نورو زيربنايي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
په چین کې د افغانستان سفارت پرون په خپله ټویترپاڼه کې لیکلي: «په چین کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست سید محىالدين سادات د چاینا رېلوې کنسټرکشن دولتي کمپنۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره کتلي دي.»
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې یاد پلاوي په افغانستان کې د رېلپټلۍ، هوايي ډګرونو، لویولارو او نورو زيربنايي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ترڅنګ یې، د افغانستان د موجوده سیاسي او امنیتي وضعیت او د پانګونې په برخه کې د اسلامي امارت د پالیسۍ په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، د سفارت سرپرست له خوا د يادې کمپنۍ پلاوي ته د پانګونې په تړاو د امارت د پالیسۍ وضاحت ورکړل شو او ورته وویل شول چې له ډېرو کلونو وروسته په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او سیاسي ثبات هم بېسارى دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پای کې یادونه وشوه چې د یادې کمپنۍ یو پلاوی به د امارت له اړوندو ادارو سره د تفصیلي خبرو اترو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن