ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوالګرو ټولولو کمېټه: د سوالګرو ټولولو لړۍ له پیلېدو وروسته ځینو یې د سوالګرۍ بڼه بدله کړې ده

د سوالګرو ټولولو کمېټه: د سوالګرو ټولولو لړۍ له پیلېدو وروسته ځینو یې د سوالګرۍ بڼه بدله کړې ده

author avatar
13 Mar 2023 - 19:11
د سوالګرو ټولولو کمېټه: د سوالګرو ټولولو لړۍ له پیلېدو وروسته ځینو یې د سوالګرۍ بڼه بدله کړې ده
author avatar
13 Mar 2023 - 19:11

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د سوالګرو ټولولو کمېټې له کابل ښاره د نږدې ۳۰ زره سوالګرو ټولولو خبر ورکوي او وایي، ډېری سوالګر غیرمستحق او حرفوي دي او په دې وروستیو کې ځينو یې د سوالګرۍ بڼه بدله کړې ده.

په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو لړۍ د روان کال د زمري میاشتې په ۲۲مه پیل شوه او تر اوسه دوام لري.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دې لړۍ له پیله د روان کال د کب میاشتې تر ۱۴مې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۲۹۴۰۳ سوالګر ټول شوي چې له دې ‌ډلې ۱۲۴۵۹ یې ښځینه، ۳۹۲۴ یې سړي او۱۳۰۲۰ یې ماشومان دي.

د ورکړل شوو شمېرو له مخې، د ټولو شوو سوالګرو له ډلې نږدې ۴۰ سلنه یې مستحق او ۶۰ سلنه یې حرفوي دي.

د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رییس او د سوالګرو راټولولو کمېټې غړي مولوي نظرمحمد ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په کابل ښار کې د سوالګرو ټولولو د لړۍ اته میاشتې کېږي، خو اوس هم د دغه ښار په څنډو کې سوالګر لیدل کېږي؛ ځکه چې دوی له دې کړنې سره عادت شوي دي.

هغه د سوالګرو دغه عادت ته په اشارې او د بېلګې په ډول وویل: «زه درته وایم جوګیان او جټان یو بانډ دی، عادت شوي دي... د کابل ښار په شهید څلورلارې، سرای شمالي او قمبر څلورلارې کې سوالګري کوي او وایي، زموږ طبیعت همداسې دی، نه غواړو چې په کور کې کېنو، ځکه چې عادت شوي او حرفوي دي.»

هغه زیاته کړه: «کوم سوالګر چې مستحق نه دي خو عادت شوي او عادت یې ژر نه ځي، موږ الحمدلله ورته محبس چمتو کړی، هلته مو ورته ښوونکي ګومارلي او دوه ښوونکي مو ورته ښودلي چې سهار راشي او هغوی درسونو او مدرسو ته د تلو لپاره وهڅوي او ماسپښین ساعتونو کې مو علما ټاکلي چې د هغوی فکري روزنه وکړي.»

په ورته وخت کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو د تامیناتو د تنظیم رییس او د سوالګرو ټولولو کمېټې غړی شریف شرافت هم د سوالګرو حرفوي‌والي ته په اشارې سره وایي، حرفوي سوالګر هغه چا ته ویل کېږي چې د کار کولو وس لري او کولی شي چې خپله نفقه برابره کړي، خو بیا یې هم سوالګرۍ ته مخه کړې وي.

سرچینې وویل، ځینو خلکو ته سوالګري پر یوه فرهنګ او حرفې بدل شوی او داسې کسان هم شته چې په کلیو کې ځمکې لري، اولادونه یې هم کار کوي، خو بیا هم ګدایي کوي.

نوموړي وویل، د سوالګرو ټولولو لړۍ له پیلېدو وروسته، ځینو سوالګرو د سوالګرۍ بڼه بدله کړې ده.

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې په دې وروستیو کې زموږ توجه جلب کړې، دا ده چې سوالګرۍ ته ورته کارونه دي، ځيني یې سپېلني دودوي چې د سوالګرۍ یو ډول دی، یا د موټرونو ښیښې پاکوي، یا د سړکونو غاړو ته د قلمونو پلورلو په په پلمه له خلکو ټولوي، موږ تصمیم لرو چې دغه خلک هم راټول کړو او په دې پروسه کې یې شامل کړو.»

سرچینه وایي، سلګونه هغه سوالګر چې حرفوي او غیرمستحق وو او له بایومتریک وروسته بېرته سړکونو ته وتلي وو او سوالګرۍ ته یې مخه کړې، پېژندل شوي او مجازات شوي دي.

خو نوموړي وویل: «کوم کسان چې موږ راټول کړي او مستحق دي، زموږ همکاران له څېړنې وروسته پوه شول چې عاید نه لري او مستحق دي، له هغو سره مرسته شوې او هر یوه ته د میاشتې دوه زره افغانۍ تنخوا ورکول کېږي.»

د شرافت په خبره، ځیني دغه مستحق کسان یې مرستندویه موسسو ته معرفي کړي څو په دایمي ډول ورسره مرستې وشي.

نوموړي همداراز یادونه وکړه، هغه ۷۰ بې‌سرپرسته ماشومان یې چې د سوالګرو ټولولو په پروسه کې راټول کړي وو، روزنتونونو ته یې لېږدولي او ۵۰۰ سوالګرې کورنۍ یې نږدې نانوایانو ته معرفي کړې څو هره ورځ ورته ډوډۍ ورکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.