ښرنه (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د پکتیکا چارواکي وايي، د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د دغه ولایت په مرکز او پنځلسو ولسوالیو کې د ماشومانو د زدهکړې ۷۴۷ سیمهییز ټولګي بېرته پیل شول.
یاد (لومړي، دویم او درېیم) سیمهییز ټولګي د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې/ SCA او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د پکتیکا ولایت په هغو سیمو کې جوړ شوي چې ماشومان یې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د سوېلختیځ زون د دفتر ویاند ثمرګل سمسور پژواک خبري اژانس ته وویل، د ژمي رخصتیو له پای ته رسېدو سره د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۷۴۷ سیمهییز ټولګي بیرته پرانیستل شوي چې شاوخوا ۲۲ زره ماشومان (هلکان او نجونې) پکې زدهکړې کوي.
هغه زیاته کړه: «په دغو ۷۴۷ سیمهییزو ټولګیو کې ۲۲ زره ماشومان زدهکړې کوي چې ۸ زره یې هلکان او ۱۴ زره یې نجونې دي چې د ۶۱۰ نارینه او ۱۳۷ ښځینه ښوونکو له لوري زدهکړې ورکول کېږي.»
نوموړی وايي، د ماشومانو د زدهکړې یاد سیمهییز ټولګي د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري په ګډه د پکتیکا د مرکز او پنځلسو ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړ شوي چې ماشومان یې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
بلخوا د پکتیکا د پوهنې رییس مولوي عبدالقیوم فاروقي وايي، د دغه ولایت د پوهنې بهیر د ودې په برخه کې د مرستندویه ادارو رول څرګند او د پام وړ دی.
هغه پژواک اژانس ته وویل، مرستندویه ادارو په پکتیکا کې نه یوازې زرګونو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې، بلکې د ښوونځیو د ودانیو په ترمیم، خېمو برابرولو، قرطاسیې او د ښوونکو وړتیاوو لوړولو په برخو کې يې هم همکاري کړې ده.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د همکارو موسسو له مرستو منندوی یو خو په دغه ولایت کې ډېر کار ته ضرورت دی، دلته لا هم داسې سیمې شته چې د پوهنې بهیر له پوښښه پاتې دي، د ځینو ښوونځیو زدهکوونکي تر اسمان لاندې درس وايي، هڅه کوو په نوي تعلیمي کال کې دا ستونزې د مرستندویه موسسو په مرسته حل کړو.»
د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، خوښ دي چې اولادونو ته یې سیمهییز ټولګي جوړ شوي او هغوی پکې زدهکړې کوي.
د مرکز ښرنې اړوند د ژرندې کلي اوسېدونکي امانالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ ته دلته هیڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی، اوس چې دغو خلکو (د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې) موږ ته محلي ټولګی جوړ کړی، ډېر خوشاله یو چې ماشومان مو درس پکې وايي.»
خو نوموړی له مرستندویه ادارو او حکومته غواړي چې د دوی په سیمه کې اساسي ښوونځی جوړ کړي.
د اورګون ولسوالۍ اړوند د سلطاني کلي د یوه سیمهییز ټولګي ښوونکې نوریې پژواک خبري اژانس ته وویل، ویاړي چې د خپلو کلیوالو ماشومانو ته درس ورکوي.
هغې زیاته کړه، که په دغه کلي کې خلکو ته دایمي ښوونځی جوړ شي نو هیڅوک به له زدهکړو پاتې نه شي.
زدهکوونکي هم خوښ دي چې د زدهکړو زمینه ورته برابره شوې ده.
د اورګون ولسوالۍ اړوند د ژرندې کلي د سیمهییز ټولګي زدهکوونکې نازیه وايي: «زموږ په کلي کې ښوونځی نه و، اوس موږ ته دا صنف جوړ شوی، موږ خط زده کړی او نور سبق هم وایو.»
په پکتیکا کې په داسې حال کې په سلګونو سیمهییزو ټولګیو کې زرګونه ماشومان زدهکړې کوي چې په دغه ولایت کې ټولټال ۴۱۲ ښوونځي شته چې ۷۵ یې لېسې دي.
په یادو لېسو او ښوونځیو کې شاوخوا ۱۵۰ زره زدهکوونکو ته د ۴ زره ۴۵۸ ښوونکو له خوا زدهکړې ورکول کېږي.
Views: 134
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن