ژبه

میدان‌وردګو کې دوو ماشومانو د اوبو په حوض کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

میدان‌ښار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې دوو ماشومان د اوبو په حوض کې د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د میدان‌وردګو ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د چک ولسوالۍ اړوند د عربانو چهارشینې په کلي کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یاد دوه ماشومان د بې‌احتیاطۍ له امله د اوبو په یوه حوض کې لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

تېر کال هم د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې دوو ماشومان د ورته پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی وو.