کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په میدان وردګو کې د څه باندې ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چیکډیمونو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه چیکډیمونه د میدان وردګو په مرکز میدانښار او په نرخ، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د ۳۵.۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د میدان وردګو سیندیزې حوزې مشر مولوي عبدالصمد حلیم وویل، د یادو پروژو چارې د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC په مالي ملاتړ د دغې حوزې د مسوولینو تر دومدارې څارنې لاندې، د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې د ۷۹ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو د وړتیا په لرلو سره به ۳۳۹۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
د میدان وردګو والي محمد عمري ویلي، د دغه ولایت د اړوندو سکتوري او تخنیکي ریاستونو په همغږۍ به په را روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې په لرو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو شلو بندونو جوړولو چارې پیل شي.
Views: 71
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP