ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د ۳۵.۵ میلیون افغانيو په لګښت پنځه چیک‌ډیمونه جوړ شول

میدان وردګو کې د ۳۵.۵ میلیون افغانيو په لګښت پنځه چیک‌ډیمونه جوړ شول

author avatar
13 Mar 2023 - 18:21
میدان وردګو کې د ۳۵.۵ میلیون افغانيو په لګښت پنځه چیک‌ډیمونه جوړ شول
author avatar
13 Mar 2023 - 18:21

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په میدان وردګو کې د څه باندې ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو چیک‌ډیمونو جوړولو چارې بشپړې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه چیک‌ډیمونه د میدان وردګو په مرکز میدان‌ښار او په نرخ، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د ۳۵.۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.

په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د میدان‌ وردګو سیندیزې حوزې مشر مولوي عبدالصمد حلیم وویل، د یادو پروژو چارې د ډنمارک کډوالو شورا/ DRC  په مالي ملاتړ د دغې حوزې د مسوولینو تر دومدارې څارنې لاندې، د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې د ۷۹ زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو د وړتیا په لرلو سره به ۳۳۹۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.

د میدان وردګو والي محمد عمري ویلي، د دغه ولایت د اړوندو سکتوري او تخنیکي ریاستونو په همغږۍ به په را روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې په لرو ولسوالیو کې د اوبو ذخیره کولو شلو بندونو جوړولو چارې پیل شي.

Visits: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.