Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: نړۍوال دې افغانان په مسلکي برخو کې وروزي

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، ملګري ملتونه، نړۍوالې موسسې او  بشري ټولنې دې په افغانستان کې داسې پروژې پلې کړي چې له مخې يې افغانان په مسلکي توګه وروزل شي.

دغه څرګندونې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین نن په کابل کې د افغان کوریا فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه د ۴۰۰ کسانو په فراغت‌غونډه کې وکړې.

حقبین وویل: «ملګري ملتونه، نړۍوالې موسسې او بشري ټولنې دې په افغانستان کې داسې پروژې عملي کړي چې د مسلکي زده‌کړو پروګرامونه هم پکې وي او تعلیم او تربیه هم پکې وي، ترڅو زمونږ خلک مسلکي شي، په دې یوه بوجۍ اوړو او یو ټيم غوړیو هېڅ هم نه کېږي.»

هغه زیاته کړه، د یوه هېواد پرمختګ مسلکي خلکو پورې اړه لري او د افغانستان لپاره هم بايد ډېر مسلکي کسان وروزل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.