کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، ملګري ملتونه، نړۍوالې موسسې او بشري ټولنې دې په افغانستان کې داسې پروژې پلې کړي چې له مخې يې افغانان په مسلکي توګه وروزل شي.
دغه څرګندونې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال مولوي دینمحمد حقبین نن په کابل کې د افغان کوریا فني او حرفوي زدهکړو له مرکزه د ۴۰۰ کسانو په فراغتغونډه کې وکړې.
حقبین وویل: «ملګري ملتونه، نړۍوالې موسسې او بشري ټولنې دې په افغانستان کې داسې پروژې عملي کړي چې د مسلکي زدهکړو پروګرامونه هم پکې وي او تعلیم او تربیه هم پکې وي، ترڅو زمونږ خلک مسلکي شي، په دې یوه بوجۍ اوړو او یو ټيم غوړیو هېڅ هم نه کېږي.»
هغه زیاته کړه، د یوه هېواد پرمختګ مسلکي خلکو پورې اړه لري او د افغانستان لپاره هم بايد ډېر مسلکي کسان وروزل شي.
نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، ځيني خلک کوښښ کوي چې افغانستان د تنزل خواته بوځي، بېوزلي او ناامني ور په برخه کړي.
هغه وویل: «مونږ هم بشر او انسانان یو، بشري ټولنې باید په خپلو ژمنو کې صادق وي، چل او فریب و نهکړي.»
نوموړي له ملګرو ملتونو، نړۍوالو موسسو او بشري ټولنو غوښتنه وکړه چې افغانستان ته دې ډېر پاملرنه وکړي، ځکه په وینا یي دلته ۴۰ کاله جګړه تېره شوې ده.
د افغان کوریا د فني او حرفوي زدهکړو مرکز استاد بشیر ځلاند په یاده غونډه کې وویل، په نړۍ کې ډېرو هېوادونو د حرفوي زدهکړو له لارې پرمختګ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، له بېوزلۍ د وتلو یوازینۍ لار همدا حرفوي زدهکړې دي.
همدارنګه د یاد مرکز یوه تازه فارغ محمدخبیر پژواک ته وویل چې په دغه مرکز کې يې یو کال د برېښنا انجینرۍ په برخه کې زدهکړې کړې دي.
نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، افغان کوریا فني او حرفوي مرکز په ۲۰۰۴ کال کې فعالیت پيل کړى او خلکو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زدهکړې ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP