ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینه: د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک رېل‌پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پیل شي

کابینه: د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک رېل‌پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پیل شي

author avatar
15 Mar 2023 - 02:08
کابینه: د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک رېل‌پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پیل شي
author avatar
15 Mar 2023 - 02:08

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د سرپرست حکومت کابینې په غونډه کې د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک ترمنخ د اورګاډي پټلۍ جوړولو د عملي چارو  پیلولو پرېکړه وشوه.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د اسلامي‌ امارت کابینې ۲۷مه نوبتي غونډه نن د ریيس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د جوزجان – اندخوی او هرات – روزنک ترمنخ د اورګاډي پټلۍ جوړولو عملي چارې دې پيل شي.

په خبر کې راغلي، د اوسپنې پټلې ادارې ته دنده وسپارل شوه چې له اقتصادي کمېسیون سره په همغږۍ د کابینې ۲۶مې ګڼې مصوبې پر اساس د ګومارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د تخنیکي پرسونل او د کاري کیفیت په اړه څېړنې ترسره کړي.

په غونډه کې دغه راز کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې چې د نیمه‌کاره لوړپوړیزو ودانیو هغو مالکانو ته چې د بل ملکیت ته د تېري او اضافه ځمکې د تثبیت او د ځمکې مالک ته يې د اداینې چارې بشپړې کړې وي، د کار اجازه ورکړي.

د پرېکړې له مخې، د ودانیو هغه مالکان چې له جوازه په سرغړونه يې ډېر پوړونه جوړ کړي، په دې پرېکړه کې شامل نه دي.

د کابینې په دې غونډه کې د هېواد په قلمرو کې د بهرنیو نقلیه وسایطو د داخلېدو او تګ راتګ طرحه تایید شوه؛ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د اړوندو ارګانونو په مرسته يې د پلې کېدو په موخه ګامونه واخلي.

[/restrict]

Views: 159

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.