ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پسرلي په را رسېدو کابل ښار کې د نیالګیو بازار ښه شوی

د پسرلي په را رسېدو کابل ښار کې د نیالګیو بازار ښه شوی

author avatar
15 Mar 2023 - 15:06
د پسرلي په را رسېدو کابل ښار کې د نیالګیو بازار ښه شوی
author avatar
15 Mar 2023 - 15:06

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د پسرلي موسم په را رسېدو سره نیالګي‌پلورنځیو د کابل ښار بڼه بدله کړې ده؛ نیالګي‌پلورونکي وايي، هره ورځ لسګونه کسان د نیالګیو پېرلو لپاره ورته مراجعه کوي.

د نورو کلونو په څېر سږ کال هم نیالګي‌پلورونکو د کابل ښار په مختلفو سیمو کې بېلابېل مېوه‌لرونکي، بې‌مېوې او زینتي بوټي د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کړي دي.

د کابل ښار په دویم ‌پروان سیمه کې یوه نیالګی‌پلورونکي احمدیما پژواک خبري اژانس ته وویل، بېلابېل مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي لکه زینتي ګلان یې د خرڅلاو لپاره بازار ته راوړي دي.

هغه وايي، هغه نیالګي چې اوس یې په ګل‌خونه کې خرڅلاو ته ایښي، د کابل په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې یې روزلي دي.

نوموړي وویل، د وطني نیالګیو ترڅنګ د ګیلاسو، چهارمغزو او املوکو نیالګي هم له ایران، تاجکستان او پاکستان څخه واردېږي.

هغه زیاته کړه چې ډېری پېرېدونکي دغه نیالګي او ګلونه په قراردادي بڼه د ښوونځیو، مدرسو او جوماتونو لپاره اخلي.

احمدیما د خرڅلاو باراز له غوړېدو خوښ دی او وايي: «د ورځې نږدې ۱۵۰۰ نیالګي پلورم.»

په ورته مهال، د کابل ښار په درېیم ‌پروان سیمه کې «د فضای سبز د ګلونو او نیالګیو پلورلو شرکت»

مسوول مایل‌اغا غیاثي پژواک ته وویل، بېلابېل نیالګي او زینتي ګلونه په مختلفو بیو پلوري.

هغه هم وویل، کاروبار یې ښه شوی او له خلکو یې وغوښتل چې د هېواد د زرغونتیا لپاره نیالګي وپېري او کښېږدي.

د کابل په خوشحال‌ خان سیمه کې یو نیالګی‌پلورونکی روح‌الله چې مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي او د زینتې ګلونو مختلفې بڼې یې پلور ته اېښي وايي، هره ورځ د نیالګیو اخیستلو لپاره ګڼ کسان ورته مراجعه کوي.

هغه وویل: «له خلکو مې غوښتنه ده چې نیالګي او ګلونه وپېري؛ نیالګي ايښودل ښه کار دی او جاریه صدقه ده.»

په ورته مهال، د نیالګیو پېرلو لپاره راغلي کسان هم وايي چې خلک باید د کورونو ښکلا او چاپېریال پاکوالي لپاره نیالګي کېنوي.

د کابل د دریالسمې ناحیې اوسېدونکي حسین جویا چې د کور ښکلا لپاره یې څو زینتي ګلونه اخیستي وو، پژواک ته وویل: «هر کس باید د ښکلا او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي لپاره په خپل کور او کوڅه کې نیالګي کېنوي، دلته راغلي یو چې د کور او کوڅې لپاره مېوه‌لرونکې نیالګي او زینتي بوټي وپېرو.»

هغه زیاته کړه، له زینتي ګلونو او سرسبزۍ سره ډېره مینه او لېوالتیا لري او هر کال په دغه موسم کې نیالګي اخلي.

د کابل د علاوالدین سیمې اوسېدونکي وحیدالله چې څو ډوله نیالګي او ګلونه یې پېرلي، وویل: «موږ باید د زرغونتیا او پاک چاپېریال لپاره نیالګي کېنوو، یو مېوه‌لرونکی نیالګی او درې د مرسل ګلونه مې واخیستل.»

هغه له خلکو وغوښتل چې د چاپېریال زرغونتیا لپاره نیالګي کېنوي او ساتنې ته یې جدي پاملرنه وکړي څو وچ نه شي.

په ورته مهال، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح‌الدین مستعین هم له هېوادوالو غواړي چې د نیالګیو ايښودلو ترڅنګ ساتنې ته یې هم پاملرنه وکړي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال سربېره پر دې چې د یاد وزارت له خوا دوه میلیون مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي وېشل کېږي، په پام کې ده چې ۳۲ میلیون نور نیالګي هم د نیالګیو روزونکو، موسسو او خصوصي سکټور له لوري هم ووېشل شي.

نوموړي له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د ککړې هوا د مخنیوي او پاک چاپېریال رامنځته کولو لپاره نیالګي کېنوي او ساتنه یې وکړي.

Visits: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.