ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو

author avatar
16 Mar 2023 - 21:45
افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو
author avatar
16 Mar 2023 - 21:45

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره د کب په ۲۵مه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، متحده عربي اماراتو او جاپان په ګډه د یوناما ماموریت غځولو مصوبه جوړه کړې وه او د امنیت شورا غړو ته یې وړاندې کړه چې هغوی د رایو په اکثریت سره تایید کړه.

سرچینې زیاته کړې، د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې غځول شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالتونو سرپرست استازي رابرټ ووډ د افغانستان وضعیت ته په کتو تر بل هر وخت اوس په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، د هغوی ګډون او د سولې او ثبات په برخو کې د یوناما رول مهم وګاڼه.

هغه څه موده مخکې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت ډېر مهم دی.

نوموړي وړاندیز کړی و چې امنیت شورا باید یوناما د افغانستان د خلکو لپاره د «ژغورنې لارې» په توګه وساتي.

په کابل کې د یوناما دفتر هم په یوه ټویټ کې د یادې پرېکړې پخلی کړی دی.

بلخوا، د چین استازي د یوناما د ستایلو ترڅنګ وویل، په افغانستان کې د یوناما ماموریت د سولې، ثبات، اقتصادي غوړېدا او ټولنینزو چارو لپاره مهم دی.

هغه له یوناما څخه وغوښتل چې د دغو موخو ترلاسه کولو لپاره متوازن چلند غوره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي بیا وویل چې په اوسني وضعیت کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت حیاتي دی.

هغه ټینګار وکړ، د امنیت شورا غړو له لوري د رایو په اکثریت سره د یوناما د ماموریت تمدید به د افغانستان خلکو ته دا پیغام ورکړي چې نړۍواله ټولنه یې ترڅنګ ولاړه ده.

همداراز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیراحمد فایق د یوناما د ماموریت غځول وستایه او دا پرېکړه یې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو، بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو د درناوي لپاره مهمه وبلله.

فایق هیله وښوده چې په څو میاشتو کې یاد اهداف ترلاسه شي.

یوناما چې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت بلل کېږي، په ۲۰۰۲ زېږدیز کې د افغان حکومت د غوښتنې پر اساس په افغانستان کې فعالیت پیل کړ او له هغه راهیسې هر کال یې ماموریت تمدیدېږي.

[/restrict]

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.