ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه خبرو لپاره افغانستان ته یو پلاوی استوو

د اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه خبرو لپاره افغانستان ته یو پلاوی استوو

author avatar
17 Mar 2023 - 13:54
د اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه خبرو لپاره افغانستان ته یو پلاوی استوو
author avatar
17 Mar 2023 - 13:54

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۱): د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، د اسلامي فقې له نړۍوالې ټولنې سره په هغمږۍ افغانستان ته د علماوو یو پلاوی استوي څو له اسلامي اصولو سره سم د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹مه غونډه پرون (پنجشنبه، د کب ۲۵مه) په موریتانیا کې پیل شوه چې افغانستان یې هم د اجنډا یوه برخه وه.

د ناستې په لومړۍ ورځ د یاد سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طاها افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي وروستي سفر ته په اشارې وویل، له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د ښځو د کار او زده‌کړو په تړاو پر خپلو پرېکړو بیاکتنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د خپل استازي له لارې یې له اسلامي امارته غوښتي څو له ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي همداراز په یاده ناسته کې ویلي چې دغه سازمان د اسلامي فقې له نړۍوالې ټولنې سره په هغمږۍ د علماوو یو پلاوی افغانستان ته استوي څو له اسلامي اصولو سره سم د ښځو کار او زده کړو په اړه له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.

هغه دغه‌راز له افغانستان سره د یاد سازمان د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

له بلې خوا، د عربستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې له افغانستانه وغوښت چې د یوه ټولګډونه حکومت په جوړولو سره نړۍوالو قوانینو ته احترام وکړي.

د ویلو ده، یاده دوه ورځنۍ ناسته پرون «د امنیت او ثبات کلید» تر عنوان لاندې په موریتانیا کې پیل شوه چې افغانستان یې هم د اجنډا یوه برخه وه.

د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته د پلاوي استولو خبر داسې مهال ورکوي چې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، ښځو ته به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار او زده‌کړو اجازه ورکوي.

Views: 150

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.