کندهار (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۱): په کندهار ښار او دامان ولسوالۍ کې په درېیو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي دي.
په دغو درېیو پېښو کې یوه کس ځانوژنه کړې، یو کس پر پخواني خښ شوي ماین ختلی او وژل شوی او د یوه بل کس مړی موندل شوی چې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
چارواکي پېښه تاییدوي خو په اړه یې نور جزیات نه ورکوي.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وویل، د ځانوژنې پېښه نن سهار د کندهار ښار د دویمې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.
د سرچینې په وینا، یوه ځوان وروسته تر هغه ځان ځړولی چې د خوښې نجلۍ یې بل چا ته ورکړل شوې وه.
د یاد ځوان کورنۍ له رسنیو سره په دې اړه خبرې نه کوي.
په یوه بله پېښه کې، نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار د دامان ولسوالۍ په هجران کارېز سیمه کې یو ۱۳ کلن هلک پر یوه پخواني ماین لوبې کولې چې پرې چاودلی او وژل شوی دی.
د دامان ولسوالۍ یو اوسېدونکی جمعهخان وایي، دغه هلک خپل کور ته نږدې نن یو زوړ ماین پيدا کړی و چې پرې چاودلی دی.
د هغه په وینا، د یادې ولسوالۍ په ځينو سیمو کې اوس هم پخواني ماینونه او ناچاوده توکي موندل کېږي چې ځیني وخت د خلکو د مرګژوبلې لامل ګرځي.
په درېیمه کې پېښه کې بیا د یوه وژل شوي ځوان مړی د کندهار د دامان ولسوالۍ او عینو مېنې ترمنځ په غرو کې موندل شوی.
دغه ځوان چې په مرموز ډول وژل شوی، تر اوسه یې د وژنې لامل او کورنۍ نه دي معلوم او نه هم له ده سره داسي څه موندل شوي چې د هغه ادرس ترې معلوم شي.
په کندهار کې له دې وړاندې هم د ځانوژنو او مرموزو وژنو پېښې شوي چي لاملونه یې کورنی تاوتریخوالی او شخصي دښمنۍ بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP