Language

د زابل چارواکي: د خبریالانو ملاتړي يو او ورسره همکاري کوو

کلات (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د زابل سیمه‌يیز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د خبریالانو له فعالیتونو خوښ دي، له هغوی سره د اطلاعاتو او معلوماتو په شریکولو کې همکاري او ترې ملاتړ کوي.

په زابل کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له لوري د حکومت او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې د زابل مرستیال والي سلیمان اغا بهیر وویل، دوی په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو له فعالیتونو خوښ دي او د معلوماتو په شریکولو کې ورسره همکاري کوي.

هغه زیاته کړه، خبریالان ورته ډېر ارزښت لري او هرکله یې د هغوی ملاتړ کړی دی.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي عبدالحنان جابر وویل، په دغه ولایت کې د غږیږو، چاپي او یو شمېر سیمه‌يیزو او ملي رسنیو خبریالان شته چې ټولو دولتي ادارو ورسره هر وخت همکاري کړې او د اطلاعاتو د شریکولو په برخه کې هیڅ راز ستونزې نشته.

login or register a new account.

Related Topics