ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

فراه کې ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې

author avatar
19 Mar 2023 - 13:54
فراه کې ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې
author avatar
19 Mar 2023 - 13:54

فراه (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د فراه د پوهنې ریاست وايي، په تېر شاوخوا یوه‌نیم کال کې يې په دغه ولایت کې ۶۰۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي او ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

سرچینه وايي، دغه ټولګي د فراه په هغو لرو سیمو کې جوړ شوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې ماشومان له زده‌کړو بې‌بر‏خې وو.

د فراه د پوهنې رییس مولوي اخترمحمد زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت په لرو سیمو کې د زده‌کړو لپاره هیڅ ‌ډول امکانات برابر نه وو، خو په تېر یوه‌نیم کال کې يې د مرکز او ولسوالیو په هغو سیمو کې چې ښوونځي ترې لرې وو، زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه ۶۰۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي چې د هر ټولګي لپاره یو ښوونکی ګومارل شوی دی.

نوموړي وویل، د یادو ټولګیو لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ورکوي او کارونه يې د هېواد له تعلیمي نصاب سره سم ترسره کېږي چې ۹۴۶۳ هلکان او ۸۵۳۷ نجونې پکې زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړه چې یاد شمېر ماشومانو ته د ۱۴۵ نارینه او ۴۵۰ ښځينه ښوونکو له خوا تدریس کېږي.

زعیم وویل، له یادو ټولګیو فارغېدونکو کسانو ته د پوهنې وزارت له موافقې سره سم په ښوونځیو کې د جذب زمینه برابره ده.

نوموړي ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به په لرو سیمو کې ماشومانو ته ښوونځي هم جوړ شي.

بلخوا د یاد ولایت یو شمېر ديني عالمان، قومي مشران او عام خلک هم د حکومت دغه اقدام ستايي خو وايي، په لرو سیمو کې دې ماشومانو ته د زده‌کړو دایمي زمینه برابره او ښوونځي جوړ شي.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي او دیني عالم مولوي عبدالحمید سیار وویل، د علم زده‌کړه فرض ده او که ماشومان نالوستي پاتې شي نو د ټولنې د اوږو بار ګرځي.

هغه زیاته کړه، د پوهنې ریاست هڅې د ستایلو وړ دي؛ ځکه په تېر شاوخوا یوه‌نیم کال کې يې په لرو سیمو کې زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

خو نوموړي له پوهنې ریاسته وغوښتل چې په لرو سیمو کې دې ښوونځي جوړ کړي څو ماشومانو ته د زده‌کړو دایمي زمینه برابره شي.

د فراه د بکوا ولسوالۍ یو قومي مشر غلام‌سخي جمالي وايي، پخوا د دوی د ولسوالۍ د لرو سیمو ډېری ماشومان له زده‌کړو محروم وو خو اوس ورته سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي دي.

نوموړی د پوهنې ریاست دغه اقدام ګټور بولي او وايي، څنګه چې یو انسان اوبو او خوړو ته اړتیا لري، همداسې زده‌کړو او پرمختګ ته هم اړ وي.

هغه هم له حکومته وغوښتل چې په لرو سیمو کې د سیمه‌ییزو ټولګیو ترڅنګ دې ښوونځي هم جوړ کړي.

مدني فعاله فریبا شریفي وايي، د فراه په لرو سیمو کې هغو زرګونو نجونو او هلکانو ته د زده‌کړې زمینې برابرول یو نیک ګام دی چې په وروستیو شلو کلونو کې له دغه نعمته محروم وو.

هغې زیاته کړه، علم فرض دی؛ ځکه چې یو نالوستی کس ان لمونځ او نور عبادات هم په سمه توګه نشي ترسره کولای.

د یاد ولایت د فراه‌رود ولسوالۍ اوسېدونکي رحم‌الدین اخندزاده وويل: «دا شل کاله زموږ په سیمه کې ښوونځي نه دي جوړ شوي، مشران بچیان مې ټول بې‌سواده دي، خو د اسلامي امارت په راتلو سره ماشومانو ته ټولګي جوړ شوي او موږ هیله لرو چې د زده‌کړو دایمي زمینه هم برابره شي.»

هغه له حکومته د سیمه‌ییزو ټولګیو د زیاتولو او په لرو سیمو کې ماشومانو ته د لومړنیو ښوونځیو جوړولو غوښتنه وکړه.

د یادې ولسوالۍ د قاضي‌اباد سیمې اوسېدونکی او د یوه سیمه‌ییز ټولګي ښوونکی قاري سمیع‌الله قادري وايي، له یوه‌نیم کال راهیسې د خپل کلي ماشومانو ته د ښوونکي په توګه تدریس کوي.

هغه زیاته کړه: «ډېر خوښ یم چې شل کاله وروسته مو په سیمه کې ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې او زه په خپل کلي کې معلم یم.»

د یادې ولسوالۍ د تپه سادات کلي اوسېدونکي فیض‌محمد هم وویل، پخوا دلته ماشومانو په جوماتونو کې قرآن‌کریم زده کاوه او د نورو زده‌کړو زمینه ورته برابره نه وه.

هغه وايي، له یوه کال راهیسې د دوی په کلي کې یو سیمه‌ییز ټولګی جوړ شوی او ۳۰ نجونې پکې زده‌کړې کوي.

د فراه رود ولسوالۍ د قاضي‌اباد کلي د سیمه‌ییز ټولګي زده‌کونکې مژده وايي: «پخوا دلته مکتب و، اوس یو ټولګی جوړ شوی او زه هم درس پکې وایم او په دویم ټولګي کې یم.»

هغه وايي، ښوونځی یې له کلي ډېر لرې دی، ماشومان نه شي ورتلای چې له امله یې ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شوي دي.

نوموړې له حکومته غواړي چې په لرو سیمو کې دې هم ښوونځي جوړ کړي څو ټول ماشومان د زده‌کړې له نعمته برخمن شي.

د یادونې ده، د تېرو جګړو له امله د هېواد په ډېری لرو سیمو کې ماشومان له زده‌کړو محروم شوي، خو له شاوخوا یوه‌نیم کال راهیسې حکومت د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته د پوهنې وزارت په چوکاټ کې ورته سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي دي.

Visits: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.