ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

author avatar
19 Mar 2023 - 14:26
د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي
author avatar
19 Mar 2023 - 14:26

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (دوشنبه) ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان مرکزي بانک نن (یک‌شنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

یاد بانک زیاته کړې چې د لیلام ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.

د یادونې ده، د افغانستان بانک تېره ورځ هم ۱۶ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.