ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي د مرغانو او وحشي ژوو بې‌رحمانه ښکار مخنیوي غوښتنه کوي

د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي د مرغانو او وحشي ژوو بې‌رحمانه ښکار مخنیوي غوښتنه کوي

author avatar
19 Mar 2023 - 18:11
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي د مرغانو او وحشي ژوو بې‌رحمانه ښکار مخنیوي غوښتنه کوي
author avatar
19 Mar 2023 - 18:11

نیلي (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي د مرغانو او وحشي ژوو پر بې‌رحمانه ښکار اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.

د دایکنډي د شهرستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عارف حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، ځیني کسان په خپلسري ډول او کله هم په پټه مرغان ښکاروي چې له امله یې د کمیابه مرغانو نسل مخ په ورک کېدو دی.

هغه زیاته کړه: «پخوا به مرغانو په ډله‌ییز ډول له یو ځایه بل ځای ته الوتل او ځیني نور ژوي هم وو چې ان زموږ سیمې ته به راتلل، خو له دې امله چې خلکو یې ښکار ته مخه کړه، یا له منځه تللي او یا له سیمې تښتېدلي دي.»

هغه وايي، یو شمېر کسان یوازې د تفریح او ساعت تېرۍ ​​لپاره مرغان ښکاروي.

نوموړی ټینګار کوي چې حکومت باید د مرغانو د ښکار مخنیوی وکړي؛ ځکه چې مرغان او وحشي ژوي د سیمې د ښکلا لامل کېږي او د ایکو سیسټم په تولید کې مرسته کوي.

دغه راز د دایکنډي اوسېدونکي وایي، په هر کلي کې د ځنګلونو ساتنې او مرغانو د ښکار مخنیوي لپاره د حکومت له خوا یو کس ګومارل شوی؛ خو بیا هم خلک په پټه ښکار کوي.

بلخوا، د خدیر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رضا قمبري پژواک ته وویل، د دوی په ولسوالي کې مرغان په بی‌رحمانه ډول ښکار کېږي.

هغه زیاته کړه: «تر هغه چې زه خبر یم، زموږ او نورو سیمو کې خلک یو شمېر مرغان لکه زرکې، کوترې او نور مرغان او ان ځيني وحشي ژوي هم ښکاروي.»

د هغه په وینا، دا کار پر چاپېریال منفي اغېز لري.

نوموړي زیاته کړه چې ډېر کسان مرغان ښکاروي چې مخه یې باید ونیول شي.

هغه وویل: «زه د ټولنې د غړي په توګه د دغه کار سخت مخالف یم؛ ځکه په دغه کار سره د چاپېریال ښکلا له منځه ځي، له حکومته غواړو چې په دې برخه کې جدي او عملي اقدامات وکړي.»

د دایکنډي یوه بل اوسېدونکی اصف د وحشي ژوو او مرغانو ارزښت ته په اشاره وویل، مرغان او وحشي ژوي د چاپېریال د ښکلا لامل ګرځي.

هغه زیاته کړه، مرغان د چاپېریال له ښکلا سره مرسته کوي او چاپېریال له دغو موجوداتو پرته اصلاْ ښکلا نه لري.

بل‌پلو، په دایکنډي کې د چاپېریال ساتنې فعالان د طبیعي میراثونو پر ساتلو ټینګار کوي.

په دایکنډي کې د چاپېریال ساتنې فعال سردار رمضاني وایي، وحشي ژوي او الوتونکي د طبیعي میراثونو له ډلې شمېرل کېږي او اړتیا ده چې په یاده برخه کې جدي پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه، د کمیابه الوتونکو په ګډون ډېری طبیعي میراثونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي او خلک یې د ارزښت له په پام کې نیولو پرته د ښکار په لټه دي.

هغه له خلکو وغوښتل چې له حکومت سره د یادو میراثونو د ښکار په مخنیوي کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې، د دایکنډي د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وایي چې دوی په یاد ولایت کې د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار مخنیوي لپاره پر یوه ځانګړي پلان کار کوي او له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.

د دایکندي د چاپېریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي عمومي مدیر عارف مژده پژواک ته وویل، د چاپېریال ساتنې او طبیعي میراثونو ساتنې له قوانینو د خلکو نه پوهاوي له امله په یاد ولایت کې وحشي ژوي او مرغان ښکار کېږي.

هغه زیاته کړه، د چاپېریال ساتنې قانون له مخې، سرغړوونکي ته له ۵ تر ۱۰ زره افغانیو نغدي جریمه او د شاوخوا ۶ میاشتې بند سزا ټاکل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، تر اوسه له دوو سرغړوونکو سره چې په میرامور ولسوالۍ کې یې هوسۍ ښکار کړې وه، قانوني چلند شوی دی.

نوموړي څرګنده کړه چې دوی د وحشي ژوو او الوتونکو د ښکار مخنیوي لپاره په یو شمېر سیمو کې د چاپېریال ساتنې رضاکارې شوراګانې جوړې کړې دي.

د هغه په وینا، له دې لارې خلکو ته د چاپېریال ساتنې د ارزښتونو او طبیعي میراثونو په اړه پوهاوی ورکول کېږي.

دایکنډي یو له غرنیو ولایتونو دی چې د اوسېدونکو په وینا یې، ډېری مرغان او وحشي ژوي د یاد ولایت په غرونو کې ژوند کوي.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.