اټلانټا (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې وزارت به یې راتلونکې میاشت کې کانګرېس ته له افغانستانه د وتلو په اړه معلومات ورکړي.
بلینکن چې د وري په ۳مه د امریکا د سنا مجلس د تخصیص کمېټې په یوې استماعیه غونډه کې خبري کولې، وویل چې اوسمهال د معلوماتو په مرور او تنظیم کار کوي څو ډاډ رامنخته شي چې زده شوو رایجو تجربو ته پام شوی وي.
نوموړي زیاته کړه: «زه ژمن او متیقن یم چې دا معلومات به کانګریس ته ورکړم او دا کار به وکړو؛ موږ به دا کار د اپرېل تر نیمایي پورې وکړو، نن درته ویلی شم چې تاسې به اړین معلومات ولرئ، موږ به په راتلونکو درېیو اوونیو کې دا موندنې او د دغه کار د ترسره کېدو لپاره مناسب میکانیزم پیدا کړو.»
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډه کې ګډون وکړ چې د کانګرېس غړي د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه معلومات غواړي.
د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال څو ورځې مخکې ګواښ کړی و چې که د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه لازم معلومات ورنه کړي، د یاد وزارت یو شمېر چارواکي به احضار کړي.
د امریکا د کانګرېس جمهوري غوښتونکي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر جوبایډن پر تګلاره نیوکه کوي خو ولسمشر بایډن بیا د خپلې دې پرېکړې ننګه کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې د امریکا له پوځي چارواکو او ډیپلوماتانو سره له مشورې وروسته او د امریکا ملي ګټو ته کتو کړې ده.
ولسمشر بایډن دغه راز ویلي چې له افغانستانه د تخلیې پروګرام په تاریخ کې ساری نه لري.
جمهوري غوښتونکي چې د روان کال په جنوري میاشت کې یې د امریکا د استازو مجلس اکثریت ترلاسه کړی وایي، له افغانستانه د تخلیې جنجالي عملیاتو په اړه روڼتیا نشته.
د ۲۰۲۱ ګال په اګسټ کې د افغانستان جمهوري نظام له نسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا په تاریخ کې د تخلیې د ستر ماموریت پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو ترڅنګ لسګونه افغانان ووژل شول.
یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP