ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلینکن: له افغانستانه د وتلو په اړه معلومات به تر راتلونکو درېیو اونیو کانګرېس ته وسپارو

بلینکن: له افغانستانه د وتلو په اړه معلومات به تر راتلونکو درېیو اونیو کانګرېس ته وسپارو

author avatar
23 Mar 2023 - 07:29
بلینکن: له افغانستانه د وتلو په اړه معلومات به تر راتلونکو درېیو اونیو کانګرېس ته وسپارو
author avatar
23 Mar 2023 - 07:29

اټلانټا (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۱): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې وزارت به یې راتلونکې میاشت کې کانګرېس ته له افغانستانه د وتلو په اړه معلومات ورکړي.

بلینکن چې د وري په ۳مه د امریکا د  سنا مجلس د تخصیص کمېټې په یوې استماعیه غونډه کې خبري کولې، وویل چې اوسمهال د معلوماتو په مرور او تنظیم کار کوي څو ډاډ رامنخته شي چې زده شوو رایجو تجربو ته پام شوی وي.

نوموړي زیاته کړه: «زه ژمن او متیقن یم چې دا معلومات به کانګریس ته ورکړم او دا کار به وکړو؛ موږ به دا کار د اپرېل تر نیمایي پورې وکړو، نن درته ویلی شم چې تاسې به اړین معلومات ولرئ، موږ به په راتلونکو درېیو اوونیو کې دا موندنې او د دغه کار د ترسره کېدو لپاره مناسب میکانیزم پیدا کړو.»

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د سنا مجلس په یوې استماعیه غونډه کې ګډون وکړ چې د کانګرېس غړي د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه معلومات غواړي.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال څو ورځې مخکې ګواښ‌ کړی و چې که د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه لازم معلومات ورنه کړي، د یاد وزارت یو شمېر چارواکي به احضار کړي.

د امریکا د کانګرېس جمهوري غوښتونکي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر جوبایډن پر تګلاره نیوکه کوي خو ولسمشر بایډن بیا د خپلې دې پرېکړې ننګه کړې او ویلي یې دي چې دا پرېکړه یې د امریکا له پوځي چارواکو او ډیپلوماتانو سره له مشورې وروسته او د امریکا ملي ګټو ته کتو کړې ده.

ولسمشر بایډن دغه راز ویلي چې له افغانستانه د تخلیې پروګرام په تاریخ کې ساری نه لري.

جمهوري غوښتونکي چې د روان کال په جنوري میاشت کې یې د امریکا د استازو مجلس اکثریت ترلاسه کړی وایي، له افغانستانه د تخلیې جنجالي عملیاتو په اړه روڼتیا نشته.

د ۲۰۲۱ ګال په اګسټ کې د افغانستان جمهوري نظام له نسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا په تاریخ کې د تخلیې د ستر ماموریت پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو ترڅنګ لسګونه افغانان ووژل شول.

یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.

Visits: 161

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.