ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کلاته تر شاه‌جوی د کابل – کندهار سړک بلې برخې رغولو چارې پیل شوې

له کلاته تر شاه‌جوی د کابل – کندهار سړک بلې برخې رغولو چارې پیل شوې

author avatar
26 Mar 2023 - 12:31
له کلاته تر شاه‌جوی د کابل – کندهار سړک بلې برخې رغولو چارې پیل شوې
author avatar
26 Mar 2023 - 12:31

کلات (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د کابل – کندهار لارې ۱۱۳ کیلومتره برخه- چې د زابل له مرکز کلات تر شاه‌جوی ولسوالۍ غځېدلې- د دوه‌نیم میلیارد افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.

د زابل په مرکز کلات کې په دې اړه جوړو نیول مراسمو ته د دغه ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي احمد احمدي وویل، د کابل – کندهار لارې اړوند د ۱۱۳ کیلومتره سړک جوړولو قراداد له یوه خصوصي شرکت سره د کانونو د استخراج په بدل کې شوی خو په دې اړه یې ډېر جزئیات ورنه کړل.

هغه زیاته کړه، دغه سړک د زابل د شاه‌جوی ولسوالۍ له «پښ کندې» تر کلات ښاره غځېدلی چې پر جوړېدو یې دوه‌نیم میلیارډ افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

دی وايي، د سړک جوړولو ترڅنګ د لارې معبران، شولډران او ۸ پلونه هم په اساسي ډول جوړېږي.

د زابل والي مولوي قدرت‌الله ابو حمزه د سړک بیارغولو چارو پر پیلېدو خوښي وښوده، ویې ویل چې په بشپړېدو سره به یې مسافرو او موټرچلوونکو ته اسانتیاوې جوړې شي.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي د خلکو د پرمختګ او هوساینې لپاره ورته نورې رغنیزې پروژې هم پيل کړي.

دی وايي، په زابل کې شاوخوا ۴۹ بېلابېل کانونه شته چې له استخراج سره به یې دغه ولایت له اقتصادي، پرمختیايي او تجارتي پلوه ډېر پرمختګ وکړي او ترڅنګ به یې وزګارو کسانو ته هم د کار زمیننه برابره شي.

د کابل – کندهار لارې موټرچلوونکي هم خوښ دي چې د دې لارې اړوند له مرکز کلات څخه بیا تر شاه‌جوی ولسوالۍ پورې سړک جوړېږي.

د نورالله په نوم یوه موټرچلوونکي پژواک ته وویل، د لارې دغه برخه سخته خرابه ده چې له امله یې د یوه ساعت لار په دوو ساعتونو کې وهي او له امله یې موټر ډېر عوارض هم کوي.

هغه غوښتنه وکړه چې یاده لار دې په معیاري ډول ژر جوړه شي.

د مرکز کلات یوه اوسېدونکي ادم‌خان خاکسار پژواک ته وویل، تمه لري چې د دغه سړک جوړولو چارې پر وخت ترسره شي او چارواکي یې وخت په وخت د معیار او کیفیت نظارت وکړي.

هغه یادونه وکړه چې مسوولین دې د کابل – کندهار لارې اړوند یوازې د همدې برخې پر جوړولو بسنه نه کوي، بلکې ټوله لاره دې جوړه کړي چې د تېرو کلونو جګړو او بار وړونکو موټرو د درنو وزنونو له امله سخته خرابه شوې ده.

Views: 189

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.