Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د لرې واټن ویشتونکو مرمیو زېرمه ترلاسه شوې

پلخمري (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې لسګونه لرې واټن ویشتونکې مرمۍ ترلاسه کړې دي.

د بغلان ولایت سرپرست امنیه قوماندان ملا اخترمحمد بریالي نن (د وري ۸ مه) پژواک اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ترهګرۍ  سره د مبارزې مدیریت ځواکونو له خوا د کشفي عملیاتو په لړ کې -چې د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیان دره کې یې ترسره کړي- د لرې واټن ویشتونکو درنو وسلو لسګونه مرمۍ ترلاسه کړې دي.

هغه وايي، ترلاسه شوي مهمات د چهل‌یک په نوم ۶۴ مرمۍ دي چې کلونه وړاندې په کورنیو جګړو کې د ښکېلو غاړو له خوا تر خاورو لاندې پټې شوې وې.

د هغه په خبره، دغه مرمۍ وړمه ورځ کشف شوې خو په تړاو یې څوک نیول شوي نه دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.