پلخمري (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې لسګونه لرې واټن ویشتونکې مرمۍ ترلاسه کړې دي.
د بغلان ولایت سرپرست امنیه قوماندان ملا اخترمحمد بریالي نن (د وري ۸ مه) پژواک اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت ځواکونو له خوا د کشفي عملیاتو په لړ کې -چې د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیان دره کې یې ترسره کړي- د لرې واټن ویشتونکو درنو وسلو لسګونه مرمۍ ترلاسه کړې دي.
هغه وايي، ترلاسه شوي مهمات د چهلیک په نوم ۶۴ مرمۍ دي چې کلونه وړاندې په کورنیو جګړو کې د ښکېلو غاړو له خوا تر خاورو لاندې پټې شوې وې.
د هغه په خبره، دغه مرمۍ وړمه ورځ کشف شوې خو په تړاو یې څوک نیول شوي نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن