ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني  ښار کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې لېوني سپیانو ۱۶ کسان داړلي

غزني  ښار کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې لېوني سپیانو ۱۶ کسان داړلي

غزني ښار (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): غزني کې امنیتي مسوولین وايي، غزني ښار کې لېوني سپي ډېر شوي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره په ګډه یې له منځه وړو کمپاین پیل کړی دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژنس ته وویل، د غزني مرکز په ځینو سیمو کې لېوني سپي ډېر شوي چې یو شمېر کسان یې داړلي دي.

دی زیاتوي، د غزني ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د خشک، قلعه تحویلدار او خواجه بقال سیمو کې له تېرو درېیو ورځو را په دېخوا لېوني سپیانو ۱۶ کسان داړلي دي.

د هغه په خبره، داړل شوو کسانو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې او د ډاکټرونو له لوري واکسین شوي او درملنه یې شوې ده.

نوموړي وویل، د عامي روغتیا ریاست په غوښتنه امنیتي ځواکونو د لېوني سپیانو د له منځه وړو په موخه جدي اقدام کړی او کمپاین یې پیل کړی چې همدا نن ورځ یې په لسګونه لېوني سپي له منځه وړي دي.

دی وايي، دا لړۍ به تر هغه روانه وي چې لېوني سپي ورک شي او خلک یې له زیانه خوندي شي.

د غزني ښاریان هم د لېوني سپیانو ډېرېدو خبره کوي او وايي، په دې وروستیو کې لېوني سپي ډېر شوي وو چې د ماشومانو ترڅنګ یې لویان هم داړل.

د منصور په نوم د غزني ښار یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، د امنیې قوماندانۍ له دغه اقدامه خوښ دی چې لېوني سپي له منځه وړي.

هغه زیاته کړه: «خبرېږو چې لېوني سپي ډېر شوي، هره ورځ کسان داړي، نو موږ هم په ډاډه زړه نه شو ګرځېدای، که کار ته ځو هم په وېره کې یو او که د شپې له خوا مسجد ته ځو هم دا وېره راسره وي چې اوس به مو لېوني سپي ونه داړي.»

دی وايي، ستونزه دا ده، کله چې په یوه سیمه کې یو لېونی سپی پیدا کېږي نو په ورڅېرمه سیمو کې نور سپي هم لېوني کېږي او شمېر يې ډېرېږي.

خو دی دا غوښتنه هم کوي چې له منځه وړل شوي سپي دې له ښاره لرې سیمو ته یووړل شي او تر خاورو دې لاندې شي څو ناروغۍ ورڅخه خپرې نه شي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.