کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وايي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه تر اوسه توشیح شوې نه ده، خو دولتي کارکوونکو ته د وري میاشتې تنخوا د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په درنښت له اختره مخکې ورکول کېږي.
اسلامي امارت د تېرې کب میاشتې په نهمه خبر ورکړ چې کابینې د ۱۴۰۲ مالي کال بودجې سند تایید کړ او ماليې وزارت ته يې په اړه د اړینو کړنو ترسره کولو سپارښتنه کړې ده.
د مالیې وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ټاکل شوو اصولو له مخې، کله چې بودجه د ځینو دلایلو له امله توشیح شوې نه وي، نو دغه وزارت تر یوې میاشتې د بودجې ورکړې واک لري.
د یادې خبرپاڼې له مخې، له همدې امله د وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې دولتي کارکوونکو ته دې د وري میاشتې تنخوا د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر په درنښت ورکړل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن